دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۱۴
د مطلب کود : 195067
روسیه: داعش د افغانستان، خراسان څانګې د پیاوړي کولو هڅې پیل کړې دي
د روسیې د امنیتي خدمتونو فدرالي اداره وايي، داعش ډله سوریه او عراق کې په خپله ماتې پوه شوې او اوس هڅه کوي د منځنۍ اسیا شاوخوا، اسیا او افریقا کې ځانته نوې ځالې پیدا کړي.
د روسیې د ایف ایس بي ادارې مشر الکساندر بورنکوف وايي، داعش ډله په اروپا کې هم د جلب و جذب په هڅه کې ده.
نوموړي همدا راز ادعا کړې چې داعش په افغانسان کې د خراسان څانګې ته د پراختیا ورکولو په حال کې دی: (( داعش له افغانستان څخه د فعالیتونو د پراختیا په حال کې دی، انصارالله او د ترکستان اسلامي ګوند سره یې اړیکې غښتلې دي، دوی په سیمه کې ځانته یوه لویه ساحه پیدا کول او جوړول غواړي.))
دا په داسې حال کې د چې د روسیې د حکومت یو بل چارواکي سرګئ پورخودکوف ویلي وو چې داعش په افغانستان کې ۱۰ زره جنګیالي لري چې شمالي او ختیځو سیمو کې فعالیت کوي.
https://avapress.com/vdcd9k0f5yt0nz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته