« د انرژۍ وزیر: د فاتح کښتۍ به په لنډه موده کې د انرژۍ د پلټون په خاطر په برمه کارۍ پیل وکړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل چې د ترکيې د فاتح په نامه نفت کش کښتۍ به په نږدې راتلوونکي کې د انرژۍ د پلټون په خاطر په برمه کارۍ پیل وکړي. هغه دا څرګندونې په پلازمینه انقره کې جوړه شوې د انرژۍ په ۱۲ مې نړۍوال کانګره او نندارتون په پرانیست وینا کې وکړې.
هغه وویل چې دا کښتې په فینیکه کې برمه کارۍ پایته رسولي دي او د اکمالاتو په خاطر د ترکیې مارسین ولایت ته راغلې ده. د اکمالاتو او ځینو نورو کارونو نه وروسته به کښتۍ بیرته شمالي قبرس ترکي جمهوریت ته ستنه شي.