دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۴۶
د مطلب کود : 195073
تخار کې مخدره توکو قاچاق په تور یوه ښځه نیول شوی
نن پنج شنبه د عقرب په ۱۶ نیټه یوه ښځه د تخار پولیسو له لوری د مخدره توکو قاچاق په تور نیولی شوی دی.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره؛ خلیل اسیر د تخار پولیسو ویاند په دی اړه افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل چی مسمات خال نسا بنت یارمحمد د کلفګان ولسوالی اوسیدونکې ۷۳۰ ګرام مخدره توکې تریاک د غوړیو په یو قوطی کې ځای پر ځای کړي وه او غوښته چی د کلفګان څخه تخار ولایت تالقان ښار ته لاړ شی، خو د مخدره توکو سره مبارزی پولیسو یو چیک پاینت کې د تلاشی په یو پوسته کې پیژندل شوي او نیول شویده.
د تخار پولیسو ویاند په وینا، لاسته راغلی مواد د تخار استیناف څارنوالی ریاست نمایندګی په حضور د تشریح وروسته، ضبط او تورن کس نیول شوی او قضیه یی تر څيړنې لاندی قرار ونیول.
دا په داسی حال کې دی چی مخکې هم ۳ ښځی په تخار کې مسلحانه غلاوو نیول شوی وو.
 
https://avapress.com/vdca0mn6e49now1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته