کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ۳۹ تنو مهاجرینو مړي وپېژندل شول

17 عقرب 1398 ساعت 11:30


هغه ۳۹ تنه چې څه موده وړاندې یې مړي په یو یخچالي کانټینر کې موندل شوي و، له څېړنو وروسته یې مړي وپېژندل شول.

افغان خبري آژانس د راپور له مخې، د بریتانیا او ویتنام له رسمي څېړنو وروسته معلومه شوه، چې یاد ۳۹ تنه مهاجر د ویتام اوسیدونکي وو.
دغو کسانو غوښتل چې د یو انساني قاچاقبر په مرسته برتانیا ته مهاجر شي، خو له بده مرغه دوی په یخچالي کانتینر کې اچول شوي وو او ټولو ۳۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وه.
په دوی کې ۳۱ تنه یې نارینه او اته تنه نورې یې مېرمنې دي، چې ټول د ویتنام د شپږو بېلابېلو ولایتونو اوسیدونکي دي.
 هغه ډریور چې یاد شمېر ویتامیان یې د موټر په کانتینر کې راوړي و، د ۳۹ تنو د وژنو، انساني قاچاق او پیسو وینځلو په جرم زنداني شوی دی.


د مطلب کود: 195086

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195086/د-۳۹-تنو-مهاجرینو-مړي-وپېژندل-شول

آوا
  https://www.avapress.com