دخپریدو نیټه :جمعه ۱۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 195087
د سولې په اړه د حکومت د اووه ماده ییز پلان د طرحې په اړه معلومات ورکړل شول
د هېواد د ملي امنیت سلاکار، د سولې په تړاو د حکومت د مشورتي پلان د طرحې په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.
حمدالله محب، چې د سه شنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د سولې په تړاو د حکومت د اووه ماده ییز پلان د جزییاتو په اړه معلومات ورکول، زیاته کړه چې دغه پلان په درې اساسي برخو وېشل شوی دی.
د دغه پلان په لومړۍ برخه کې له امریکایانو، طالبانو او پاکستان سره خبرې اترې شاملې دي، دوهم برخه کې یې سیمه ییزه او د نړیوالو شریکانو اجماع شامله ده او په درېیمه برخه کې پر ښې حکومتولۍ او د جګړې د عواملو پر څېړنه تمرکز شوی دی.
د ملي امنیت شورا سلاکار، ټینګار وکړ، چې د حکومت د سولې پلان پر بنسټ، مخکې له دې چې د افغانستان حکومت له طالبانو سره خبرې اترې پیل کړي؛ اړتیا لیدل کېږي چې له افغانستان سره د امریکا او ناټو د راتلونکي شراکت یا همکاریو څرنګوالی څرګند شي او دا چې هغوی له افغانستان څخه څه غواړي، هم بحث تر سره شي.
حکومت دې پایلې ته رسېدلی چې طالبان یو لاس ندي، پر جګړه کنټرول نلري او داسې اطلاعات شتون لري، چې د دغې ډلې یو شمېر مهم قوماندانان؛ له داعش ډلې سره یوځای شوي دي.
د سولې د پلان پر بنسټ، حکومت د یو میاشتنې اوربند اعلام او تر هغه وروسته د سولې د خبرو اترو د پیلېدو وړاندیز کوي. له پاکستان سره د افغانستان د حکومت د خبرو اترو په بحث کې، اساسي شرط د طالبانو او نورو ډلو له ملاتړ څخه د هغه هېواد لاس اخیستل او دغو ډلو ته د ځای نه ورکول دي. تر څو چې پاکستان، افغانستان ته د دې ضمانت ورنه کړي چې نور طالبانو او نورو ډلو ته ځای نه ورکوي او له هغوی څخه ملاتړ نه کوي، د سولې هر ډول خبرې اترې به پایله ونلري. >یوازې افغانستان ته نه؛ بلکې ټولې نړۍ ته په ډاګه شوې ده، چې طالبان
د پاکستان لاسپوڅي دي او د هغه هېواد له ملاتړ پرته جګړې ته دوام نشي ورکولی. دغه ډله د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرواترو څخه مخکې باید څرګنده کړي چې څنګه له پاکستان څخه خپل ځان بېل کړي او د سولې د خبرواترو میز ته له تګ وړاندې باید له افغان وژنې څخه لاس واخلي. د سیمه ییزې اجماع د رامنځته کېدو اونړیوالې همکارۍ په بحث کې اړتیا ده، د سولې هر تړون چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ لاسلیکېږي، سیمه له هغه سره موافقه ولري، له هغه پرته به په افغانستان کې جګړه دوام ومومي. په تېره یوه کال کې د ښې حکومتولۍ په برخه کې څېړنې ښیي، په هغو ولسوالیو کې چې تر لوړ امنیتي ګواښ لاندې دي، په ډېری ځایونو کې د جګړې عوامل عقیدوي ندي. په زیاتره ولسوالیو کې جګړه یا د قدرت او یا د اقتصاد لپاره ده. نور عوامل هم لري چې شاید پر ځینو کسانو د ملېشو لخوا زورزیاتی شوی وي او هغوی ناچاره شوي وي چې بله لاره غوره کړي. د سولې اووه ماده ییز پلان، د سولې په تړاو د پنځو وروستیو کلونو د پلانونو او بحثونو غورچاڼ دی او هغه اصول چې د سولې په مشورتي لویې جرګې او له خلکو سره په ناستو کې د سولې په مخکنیو پلانونو کې نیول شوي وو، پکې مراعت شوي دي. د سولې په تړاو د کورنۍ اجماع د رامنځته کېدو لپاره، په پیل کې یوه جرګه جوړېږي چې په هغې کې به د هېواد سیاسیون او د مشرانو جرګې او ولسي جرګې د غړو په ګډون هغه کسان چې د سولې په مشورتي جرګه کې یې ګډون کړی وو، سره راټولېږي او موخه به یې د حکومت د سولې د پلان تصویبول وي او تر هغه وروسته به د افغانستان له متحدینو سره چې په تېرو ۱۸ کلونو کې د افغانستان له حکومت سره وو، د متحدینو د اجماع د رامنځته کولو په موخه مشورتي ناسته هم جوړه شي. له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د خبرو اترو له پیل څخه مخکې د چین د وړاندیز شوي ډیالوګ په څېر؛ د ډیالوګونو تر سره کول، کولی شي تر یوه بریده د سولې پر وړاندې د اساسي ستونزو د هوارولو په برخه کې مرسته وکړي.
https://avapress.com/vdcfctdyew6d1xa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته