د روسیې د امنیتي خدمتونو فدرالي ادارې مشر الګساندر بورتنیکوف وایي، چې په افغانستان کې د داعش د بېلابېلو ډلو د فعالیتونو شاهدان دي او دغه ډله په مرکزي آسیا کې د بریدونو لپاره په دې هېواد کې د مرکز جوړولو هڅه کوي.
که څه هم نوموړړي دا نه دي ویلي، دغه ډله به د افغانستان په کومه سیمه کې مرکز جوړ کړي، خو تر دې وړاندې روسي چارواکو ویلي و دغه ډله د افغانستان په شمال کې ځای په ځای کېدل غواړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې تاجکستان ادعا وکړه له افغانستان څخه د داعش یو شمېر مخ پټي وسله وال ور اوښتي او د هغوی پر یوې امنیتي پوستې یې برید کړی دی؛ خو د افغان چارواکو د دوی دغه ادعا رد کړه.