دخپریدو نیټه :جمعه ۱۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۰
د مطلب کود : 195089
د ایران تجارتی لومړۍ محموله افغانستان له طریقه تاجکستان ته صادر شوه
آوا خبرګزاری-کابل: دهیواد ترانسپورت وزارت اعلان کړ چی د ایران هیواد تجارتی لومړۍ محموله د (KTAI) کتای دهلیز څخه تاجکستان مقصد ته صادر شوی دی.

 
د ترانسپورت وزارت اعلامیه په اساس، دا محموله په امتحانی توګه حرکت کړي او اوس افغانستان نیمروز ولایت ته رسیدلی دی.
دا محموله د افغانستان له طریقه د نیمروز، کندهار، زابل، غزنی تر کابل ولایتونو څخه او د سالنګ لویی لاری څخه شیرخان بندر تاجکستان هیواد مقصد ته په حرکت دی.
د ترانسپورت وزارت زیاته کړي چی دا محموله کې الکترونیکی او کور وسایل دی چی د حکمت میوند خصوصی ترانسپورتی شرکت له لوری لیږدول کیږی.
د کتای دهلیز یو د مهمو دهلیزونو څخه دی چی افغانستان حکومت هڅه کوی ترڅو لیږدونې د همدی لاری څخه منځنۍ آسیا هیوادونو ته ډيره کړي او افغانستان نقش په دی دهلیز کې ډیر مهم او کلیدی دی.
 
https://avapress.com/vdch6mnzw23nwvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته