کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان حکومت د ۲۰۰ بهرنیانو د پنا غوښتنلیکونه رد کړل

17 عقرب 1398 ساعت 12:01

د کډوالو راستنېدونکو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،تر اوسه له ۸۰۰ ډېرو بهرنیو اوسېدونکو افغانستان ته د پناغوښتنې غوښتنلیکونه ورکړي دي.


د یاد وزارت حقوقي مشر مرتضا رسولي وايي، چې د بهرنیو هېوادونو د اوسېدونکو له ۸۰۰ د ډېرو پناغوښتونکو له ډلې له ۲۰۰ د ډېرو غوښتنلیکونه رد شوي دي.
ويل کېږي، ډېری هغه کسان چې افغانستان نه د پنا غوښتنه کوي، د سوريې، عراق او ايران اوسېدونکي دي. په افغانستان کې د مهاجرینو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د عالي کمېسارۍ ویاند نادر فرهاد وايي، په افغانستان کې د پنا غوښتونکو د ملي قانون نه موجوديت له کبله توانېدلي د ۹ بهرنیو هېوادونو د ۴۲۰ کسانو غوښتنلیکونه وڅېړي.


د مطلب کود: 195091

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195091/د-افغانستان-حکومت-۲۰۰-بهرنیانو-پنا-غوښتنلیکونه-رد-کړل

آوا
  https://www.avapress.com