د یاد وزارت حقوقي مشر مرتضا رسولي وايي، چې د بهرنیو هېوادونو د اوسېدونکو له ۸۰۰ د ډېرو پناغوښتونکو له ډلې له ۲۰۰ د ډېرو غوښتنلیکونه رد شوي دي.
ويل کېږي، ډېری هغه کسان چې افغانستان نه د پنا غوښتنه کوي، د سوريې، عراق او ايران اوسېدونکي دي. په افغانستان کې د مهاجرینو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د عالي کمېسارۍ ویاند نادر فرهاد وايي، په افغانستان کې د پنا غوښتونکو د ملي قانون نه موجوديت له کبله توانېدلي د ۹ بهرنیو هېوادونو د ۴۲۰ کسانو غوښتنلیکونه وڅېړي.