کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دوه میلیونو ډالرو نقدي جزا محکوم شو.

17 عقرب 1398 ساعت 12:10


د امریکا د نیویارک په ښار کې  یوې محکمې  ولسمشر ټرمپ د خپل مرستندویه  ټولنې  ټرمپ وقف نه  د خپلو سیاسي  او تجاري موخو لپاره د کارولو له امله  په ۲ میلیونو ډالرو نقدي  جزا محکوم کړ.

د محکمې قاضي سالین سکارپولا  ولسمشر ټرمپ د خپل مرستندویه ټولنې ټرمپ وقف نه د سیاسي  او تجاري  موخو لپاره د استفادې له امله په دوه میلیونو ډالرو نقدي جزا د محکومولو  حکم  وکړ.

قاضي ددې سربیره  د ټرمپ د مرستندویه ټولنې  د تړولو  او ددې ټولنې  ۱ عشاریه ۷ میلیونو ډالره شتمني  نورو  مرستندویه ټولنو ته  د ورکولو  حکم وکړ.

د نیویارک لوی څارنوالۍ  تیر کال  د  ولسمشر ټرمپ او د هغه د کورنۍ پر خلاف  د خپل مرستندویه ټولنې نه  د ناوړه ګټې پورته کولو له امله اقامه د دعوا کړې وه او ټرمپ کورنۍ ته يي د ۲ عشاریه ۸ میلیونو ډالرو جزا ورکولو غوښتنه کړې وه.


د مطلب کود: 195092

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195092/د-امریکا-متحده-ایالتونو-ولسمشر-ډونلډ-ټرمپ-په-دوه-میلیونو-ډالرو-نقدي-جزا-محکوم-شو

آوا
  https://www.avapress.com