د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د قتل، چور، چپاول، مجروحیت، جنسي زورونو د جرمونو په تړاو یې څلور تنه د کابل له مختلفو سیمو نیولي دي.
یاد وزارت نن جمعه ۱۷ د لړم په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کابل پولیسو یاد څلور تنه عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندلي دي.