دخپریدو نیټه :جمعه ۱۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۳
د مطلب کود : 195096
سوداګر وایي، د ټاکنو د پایلو ځنډ له امله له ستونزو سره مخ دي
د سوداګرۍ خونې مسؤلین او سوداګر وایي، د ټاکنو د پایلو ځنډ له امله له ګڼو ستونزو مخ دي او پر ژر اعلانېدو یې ټینګار کړی دی.
د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي، چې د ناامنۍ ترڅنګ د ټاکنو د پايلو په اعلان کې ځنډ هم د سوداګرو په کارونو منفي اغیز کړی او د دوی کارونه یې ټکني کړي دي.
نوموړي وويل چې سوداګر د خپلې پانګې ډېره برخه د ځان د امنيت په خوندي کولو لګوي او ترڅنګ يې سوداګر له ګودامونو مالونه بازار ته نه عرضه کوي او د ټاکنو د پايلو اعلان ته په تمه دي.
الکوزی اندېښنه ښيي، که چېرې د ټاکنو د پايلو په اعلان کې نور هم ځنډ کېږي، نو سوداګر پانګونه نه کوي چې له امله يې د هېواد اقتصادي حالات له ننګونو سره مخ کېږي.
نوموړى وايي چې د ټاکنو د پايلو د اعلان ځنډ پر سوداګرۍ له ١٠ تر ١٢ سلنې منفي اغېز کړی دی.
د ټاکنو کمېسيون ویلي، چې د ځينو تخنيکي ستونزو له امله د ټاکنو لومړنۍ پايلې به د لړم په ٢٣مه نېټه اعلان شي.
https://avapress.com/vdcf1tdyvw6d1xa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته