د ترکیه ولسمشر رچب طیب اردوغان دا څرګندونې هنګري ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د نوموړي هیواد د لومړي وزیر ویکتور اوربان سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې.
اردوغان وویل چې په اورپايي ټولنه کې د غړیتوب په برخه کې د ترکیې نه د هنګري مرسته او ملاتړ په واقعیت چې د قدر وړ دی.
هغه وویل " په حقیقت سره چې د ښاغلي لومړي وزیر اوربان نه پدې مسئله کې د قوي ملاتړ له امله منندوی یم. په خاصه توګه غواړم ددې خبرې نه یادونه وکړم.
پدې وروستیو کې د ترکیې په اړه د اروپايي ټولنې دریځ او چلند پرته د شکه چې د پر ځای او یو ساختاري دریځ او چلند نه ډیر لرې دی. په اروپايي ټولنه کې د یو څو غړیو د شخصي مسئلو له امله باید د ترکیې سره اړیکې قرباني نشي. ټولنه د خپل موجود دریځ او چلند سره په اصل کې خپلو منافعو ته ډیر زیان رسوي. ټولنه باید هغه ارزښتونه او ګټه چې د ترکیې د غړیتوب سره يي ترلاسه کوي هغه باید په حقیقي ډول وویني. هغه باید درک کړي. "
ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې د بعضو هیوادونو مشران چې زمونږ ستراتیژیک شریکان دی د ترهګرو سازمانونو د مشرانو سره لیدنې کتنې او د هغوې سره همغږي په واقعیت سره چې د خواشینۍ خبره ده.
” د ترهګرۍ او ترهګرو ترمنځه توپیر، زما ترهګر ښه دی او ستا خراب دی داسې یو منطق د ترهګرۍ پر وړانډې مبارزې ته ستر زیان او ضربه رسوي. که چیرې مونږ د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوو باید د ټولو ترهګرو پر خلاف يي وکړو. “
ولسمشر اردوغان وویل چې غواړم چې د ویشیګارد د څلور ګونو سره اړیکو ته لا وده وکړو.
همداشان ولسمشر اردوغان د هنګري د لومړي وزیر اوربان نه په سوریه کې د ترکیې د سولې چینې عملیاتو نه د قوي ملاتړ کولو له امله هم ډیره زیاته مننه وکړه.
د ویشیګارد څلور ګوني د مرکزي اروپا د څلورو هیوادونو چک جمهوریت، هنګري، پولنډ او سلواکیا نه جوړ یو سیمه ایزو شراکت ډلې نوم دی. ددې ډلې هدف په خپلو منځونو کې عسکري، اقتصادي او د انرژۍ په برخو کې همکاري کول دي. دې ډلې خپل نوم د ویشیګارد د ښار نه اخیستی دی.