دخپریدو نیټه :جمعه ۱۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۰
د مطلب کود : 195099
یونیسیف: افغان جګړو ګې ډېر تلفات ماشومانو لیدلي‌
د ماشومانو د ملاتړ نړيوال سازمان اود بشري حقوقو سازمان د يوې اعلامې په خپرلو سره ادعا کړي چې له ٢٠١٥ ميلادي کال نه تر ٢٠١٨ ميلادي کال پوري په وسله والو شخړو کې 13000 افغاني ماشومان مړه ،ټپيان، اوزخميان شوي دي.
د ماشومانو د ملاتړ نړيوال سازمان په دغې اعلاميه کې د جکړې په ښکيلو غاړو غږ کړی. چې په وسلوالو شخړو کې بايد د ماشومانو ژوند ته جدی پاملرنه وکړې، او هغه څوک چې د ماشومانو د تلفاتو عامل کرځي بايد مجازت شې.
٦ کلن مصوير، چې خپله ښۍ پښه يې د بهرنيو ځواکونو په بمبارد کې له لاسه ورکړی. دی وايې دوه مياشتي مخکي روغ رمټ وو، او هر سهار به ښوونځي ته تللو، مصوير زياتوي چې ډيرې هيلې درلودې.
خو اوس يې ښۍ پښه غوڅه، د سره صليب په روغتون کې پروت دی. مصوير هغه پخوانی مصوير نه دی، اوس يې هيلې بدلې شوي، دی اوس غواړی يو تکړه ډاکټر شې او دد په څير د نورو معيوبو ماشومانودرملنه وکړي.
يوسف بيا يو بل افغان ماشوم دي چې د مصوير په څیر په ورته برخليک اخته شوی دی.
دی وايې: په کور کې ناست وم، جنګ شو د طالبانو له لوري ويشل شوي مرمۍ مې په پښه ولګېده،او اوس مې يوه پښته نشته.
يوسف چې کله خپلو تازه زخمو ته وګورې ستونکی يې را ډک شې، او خبري نشې کولای. دی د خپلې کورنۍ له لورې يې د سره صليب روغتون ته راړل شوی تر څودرملنه يې وشې.
د ياودنې وړ ده چې په دې ورستيو کې د ماشومانو مرګ ژوبله زياته شوي ده. او هغه ورستۍدوه پېښې چې لومړی يې د غزني په مرکز کې د يوه موټر بم چاودنې په ترڅ کې ١٢ ماشومانو ووژل او ٥٢ نوور يې ټپيان کړل. او بله مرګونې پېښه د تخار په درقد ولسوالۍ کې د سرک غاړي ماين وو.چې له امله د ٩ تنه ماشومان ووژل شول.
چې د ځينو نړيوالو بسټونو سره جدې انديښنې پيدا شوې، او دغو بنسټونو په خپلو په راپورنو کې يې افغانستان د ماشامومانو لپاره يو بد ترين هيواد بللی.
بل خوا بيا ډاکټران هم تايدوي او وايې: چې د جګړې له زياتيدووروسته د افغان ماشومانو مرګ ژوبله ډيره شوي، او هره ورځ ورته په لسګونو ټپي او زخمي ماشومان راوړل کيږي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمسون وياند شکورالله مشکور دماشومانو د تلفاتو په اړه انديښنه څرګنده کړي. دی وايې: چې د بشري حقوقو خپلواک کميسون د ماشومانو په دغو تلفاتو ژوره خواشينې څرګندوي او د جکړي په ښکليو غاړو غږ کوي چې دجنګ له قوانينو سرغړونه ونه کړي ځکه ماشومانو ته تلفات اړول د بشري حقوقو د ټولو نړيوالو کنوانسينونو خلاف کار دی.او د جکړې دواړه غاړي بايد دملکي افغانانو ژوند ته پام کړي.
د يادولو ده چې د ملګروملتونو مرستندويې ادارې يا يونما هم څوموده مخکې د يوه راپور په خپرولو سره ٢٠١٩ کال د ملکي افغانانو لپاره تر ټولو خونړی کال بللی وو.او په راپور کي يې شاه خوا د(١٥٠٠٠) ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی وو.
https://avapress.com/vdci3waz3t1a3u2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته