هغه دا څرګندونې د برلین دیوار د چپه کولو د ۳۰ کلیزې په مراسمو کې د ګډون په موخه برلین ته راغلي د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې.
هغه په خپلو څرګندونو کې د ترکیې سره د اړیکو نه په یادونې سره وویل ، ترکیه د ناټو سازمان یو ډیر قوي غړی دی او پدې دول به پاتې شي.
" ترکیه د ناټو په سازمان کې د مرکزي اهمیت خاوند متحد او غړی هیواد دی."
هغه وویل چې د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون " ناټو سازمان مغزي سکته کړې ده " د څرګندونو سره همفکره نه یم . ناټو سازمان د اروپا امنیت ضمانت کوونکی سازمان دی.
همداشان د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو بیا وویل چې امریکا به د ناټو د سازمان د تاریخي شریک په توګه پدې سازمان کې خپل موجودیت او شتوالي ته دوام وکړي.
هغه وویل چې " د ناټو سازمان دروند بار باید د دې سازمان په ټول غړی وویشل شي.