دخپریدو نیټه :جمعه ۱۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۱
د مطلب کود : 195100
ماس :ترکیه د ناټو په سازمان کې د مرکزي اهمیت  خاوند  یو متحد  او شریک  دی.
هغه  دا څرګندونې  د برلین دیوار د چپه کولو  د ۳۰ کلیزې په مراسمو کې د ګډون په موخه  برلین ته راغلي د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره  په ګډه خبري غونډه کې وکړې.
هغه په خپلو څرګندونو کې د ترکیې سره د اړیکو نه په یادونې سره وویل ، ترکیه د ناټو سازمان یو ډیر قوي غړی  دی  او پدې دول به پاتې شي.
" ترکیه د ناټو په سازمان کې د مرکزي
اهمیت خاوند  متحد او غړی هیواد دی."
هغه وویل چې   د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون " ناټو سازمان  مغزي سکته کړې ده " د څرګندونو سره  همفکره نه یم  . ناټو سازمان  د اروپا امنیت ضمانت کوونکی  سازمان  دی.
همداشان  د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو بیا وویل چې  امریکا به د ناټو د سازمان د تاریخي  شریک په توګه  پدې سازمان کې خپل موجودیت  او شتوالي ته دوام وکړي.
هغه وویل چې " د ناټو سازمان دروند  بار  باید د دې سازمان  په ټول غړی وویشل شي.
https://avapress.com/vdcbgsb8grhb98p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته