دخپریدو نیټه :جمعه ۱۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۵
د مطلب کود : 195101
امریکا د القاعدې د دوو جګپوړو پر سر لس میلیونه ډالره جایزه وټاکله
امریکا متحده ایالتونو  د د القاعدې  سازمان  د جګپوړو چارواکیو سعد بن عاطف العولقي  او ابراهیم احمد محمود القوصي  نومونه  د بهرنیو چارو وزارت  د
" عدالت لپاره جایزه  " په پروګرام کې  شامل کړل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت  اعلان کړی  دی  هر هغه څوک  چې  د القاعدې سازمان  ددې دوو تنو  چارواکیو  سعد بن عاطف العولقي  او ابراهیم احمد محمود القوصي  د اوسیدو د ځای په اړه  دوې ته معلومات ورکړي او یا د نیولو په برخه کې  مرسته وکړي  ۱۰ میلیونه ډالره  جایزه به ترلاسه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې  العولقي  په یمن کې  د القاعدې سازمان  د مشرانو  نه  دی چې د  امریکا پر خلاف يي د بریدونو  اعلان کړی دی.
همداشان  القوصي  په عرب نیمه ټاپو کې  د القاعدې سازمان  یو مهم  غړی  دی.
هر هغه څوک  چې ددې کسانو د اوسیدو د ځای په اړه معلومات  شریک کړي، د چارواکیو سره  د برښنا لیک  او یا ټیلیفون له لارې اړیکه ټینګه کړي د سعد بن عاطف العولقي په سر  به ۶ میلیونه ډالره  جایزه  او د ابراهیم احمد محمود القوصي په سر به ۴ میلیونه ډالره جایزه ترلاسه کړي.
ددې ترهګرو  د نیولو  په برخه کې مرسته کوونکو ته  دا جایزه ورکول کیږي.
https://avapress.com/vdccxpqss2bqos8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته