دخپریدو نیټه :جمعه ۱۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۲
د مطلب کود : 195102
په ايران کښې زلزلې مرګ ژوبله رامنځته کړه
د ايران د ختيځ آذربائيجان صوبې د پېښو او روغتيائي اېمرجنسۍ د مديريت د مرکز مشر نن سحر وختي وويل، د دغې صوبې په ميانه سيمه کښې 5.9 شدت سره زلزلې له کبله تر اوسه پينځه تنه مړۀ او لږ تر لږه شل تنه ژوبل شوي دي.

محمد باقر هنربر وويل، په زلزله ځپلې سيمه کښې تر اوسه له دېرشو زيات کورونه نړېدلي دي.
دغې زلزلې چې د زمکې په اته کېلوميټرۍ ژورتيا کښې وه بېګا د جُمعې په شپه اولس منټه د پاسه دوه بجې د ايران د ختيځ آذربائيجان صوبې د تَرک ښار ميانه کلے ولړزوۀ.
تر اوسه د ژغورنې او امداد شپاړس ټيمونه سيمې ته لېږل شوي چې په خدماتو بوخت شوي دي.
https://avapress.com/vdcdzk0fxyt0nf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته