دخپریدو نیټه :جمعه ۱۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۸
د مطلب کود : 195103
ترکیه په لسګونه زره افغان کارګران په قانوني ډول مني
په افغانستان کې د کډوالو چارو او راستنېدونکو چارو وزیر عالمي بلخي وایی، چې ترکیه په لسګونه زره افغان کارګرانو ته په قانوني ډول د کار زمینه برابروي.
په افغانستان کې د کډوالو چارو او راستنېدونکو چارو وزیر عالمي بلخي وایی، چې ترکیه په لسګونه زره افغان کارګرانو ته په قانوني ډول د کار زمینه برابروي.
عالمي بلخي زیاتوي، چې په ترکیه کې د لسګونه زرو افغان کډوالو لپاره قانوني کاري فرصتونو د برابرواو په تړاو د ترکیې هېواد سره موافقه په وروستیو پړاوونو کې ده چې ډیر ژر به لاسلیک شي.
بلخي وایي، د ترکیې هېواد له افغان حکومت سره په اصولو کې دا خبره منلې ده او زیاتوي، چې دا ژمنه افغان کډوالو ته په ترکیه کې د قانوني کاري فرصتونو برابرولو لپاره د ډیرو هڅو په ترڅ کې شوې ده.
هغه هیله څرګنده کړه چې په دې برخه کې به ګډه اعلامیه په نږدې راتلونکې چمتو شي او خپره به شي چې دا د افغان کډوالو لپاره په ترکیه کې د قانوني کار کولو تر ټولو ښه او قانوني لار ده.
د کډوالو او راستندېونکو چارو وزیر د کار او ټولنیزو چارو له وزارته هم وغوښتل چې ترکیې سره دې د موافقې وروسته دوی هم ګډه اعلامیه خپره کړي.
بلخوا فغان چارواکو له قانوني لارو چارو متحده عربي اماراتو اونورو هېوادنو ته د افغان کارګرانو د استولو لپاره د هڅو خبره پخوا هم کړې وه، خو لاهم په سمه توګه نه ده عملي شوې.
په ترکیه کې افغان کډوالو بیا په دې خبر سره خوښ دي چې د حکومت په همکارۍ په دې هېواد کې په قانوني بڼه کارونه پیلوي او د دې له لارې د کډوالۍ پر مهال خپلې ستونزې حل کړي.
دوی له افغان حکومت نورې غوښتې هم کړي دي چې په ترکیه کې یوازې د قانوني کارونو ترسره کول نه دي، بلکې د کډوالۍ په ژوند کې هم له ورته ډیرو نورو ستونزو سره هم مخ دي چې باید ورته پام وکړي.
په همدې حال کې څه وخت وړاندې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت هم خبر ورکړی وو چې له دې وروسته به د هغو افغان کډوالو مخه نیسي چې ترکیې ته په غیر قانوني بڼه ورځي.
ترکي چارواکي وایي، په هېواد کې یې ترور، قاچاق، او ډیر نور غیر قانوني کارونه ډیر شوي دي چې دویې هم لامل په یاد هېواد کې د غیر قانوني کډوالو موجودیت بولي چې له هېواده ویستل یې یو هدف دی.
ترکیه او ایران هغه هېوادونه دي چې دلته په زرګونه افغانان مېشت دی، دغه افغانان غواړي چې د ترکیې او ایران په سختو لارو نورو اروپایې هېوادونو ته ولاړ شي چې له همدې امله یې ځیني افغانان په ترکیه کې پاتې هم کېږي.
د یادولو ده ترکیه هغه هېواد دی چې د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف یې نوې کړنلاره هم تصویب کړې ده چې د دې کړنلارې له مخې به په ترکیه کې هغه ناقانونه کډوال چې د اوسېدو اسناد نه لري خپلو هېوادونو ته ولېږي.
https://avapress.com/vdce7n8zxjh8ozi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته