دخپریدو نیټه :جمعه ۱۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۰
د مطلب کود : 195104
ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش:

موږ د ټاکنو د رڼو پایلو ژر تر ژره اعلان غواړو

موږ د ټاکنو د رڼو پایلو ژر تر ژره اعلان غواړو
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ژر تر ژره د ټاکنو د رڼو پایلو د اعلان غوښتنه کړې ده.
نوموړي نن غرمه د سید مصطفی کاظمي د مړینې د ۱۲م تلین په مراسمو کې د ټاکنو له ټولو ښکېلو لوریو وغوښتل چې د کمېسیون پرېکړو ته درناوی وکړي.
ښاغلی دانش وايي، هیڅوک دا حق نه لري چې ټاکنې وسیله وګرځوي او پر کمېسیون خپل نظریات تحمیل کړي: (( موږ د ټاکنو د لومړنیو پایلو د ژر اعلان غوښتونکي یوو، کمېسیون باید د قوانینو له مخې په خپلواک ډول مخته ولاړ شي.))
غونډې ته په وینا کې بل سیاستوال یونس قانوني هم د رڼو ټاکنیزو پایلو په اړه ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې هیڅوک نه شي کولی چې د اساسي قانون د حکم له مخې د ترسره شويو ټاکنو پر ضد ودرېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د رایو د بیا شمېرنې پروسه په کمېسیون کې د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې د لاسوهنو او زورګویي له وجې په ټپه درېدلې ده.
https://avapress.com/vdcfxtdyjw6d1ya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته