دخپریدو نیټه :جمعه ۱۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۸
د مطلب کود : 195105
حکومت د یو قانوني چوکاټ له‌مخې د طالب زندانیانو خوشي کولو ته چمتو دی
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، د سولې د 'بین الافغاني' خبرو پیلولو لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د باور رامنځته کولو ته اړتیا ده. هغه د دواړو لورو ترمنځ د باور رامنځته کول د سولې خبرو د بریالیتوب لومړنی شرط وباله او زیاته یې کړه، چې''د افغانستان حکومت له زندانونو څخه د طالب بندیانو خوشي کولو ته پوره چمتووالی لري."
سرور دانش د جمعې په ورځ د نومبر پر ۸مه «لړم۱۷مه» د سید مصطفی کاظمي او د ولسي جرګې د یو شمېر نورو غړ د وژل کېدو د ۱۲ تلین پر مهال وویل:"د تاوتریخوالې کمېدل، د اوربند رامنځته کېدل او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو پیلېدل د باور جوړونې له نورو عمده کلیو څخه دي."
هغه وویل، چې د افغانانو له مالکیت پرته یو اړخیزه سوله د عملي کېدو وړ نه ده او همدارنګه یې ټینګار وکړ، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کې د افغانانو مالکیت تامین شي.
ښاغلي سرور دانش همدارنګه زیاته کړه، چې د سولې بهیر د مدیریت لپاره د لنډمهاله حکومت طرحو وړاندې کولو ته هیڅ اړتیا نه لیدل کېږي.
نوموړي زیاته کړه:"موږ باید د سولې مذاکرات د سیاسي نظام او اساسي قانون په چوکاټ کې رهبري او مدیریت کړو، د لنډ مهاله حکومت زمزمې او نور څخه مو یو بل ناورین ته بیايي."
هغه د ټاکنو له کمېسیون څخه هم وغوښتل، چې د ولسمشریزو ټاکنو پایلې ژر تر ژره اعلان کړي، تر څو نوی حکومت د سولې په اړه خپلې هڅې مخته یوسي.
https://avapress.com/vdcgzn9qnak9yq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته