کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قیصاری: نور د مافیا او زورواکو لپاره په افغانستان کې ځای نشته

17 عقرب 1398 ساعت 18:47

آوا خبرګزاری-بلخ: نظام الدین قیصاری د نمایندګانو مجلس یو غړۍ تورونو په وړاندی غبرګون ښودلي او ویلی دی چی افغانستان کې نور د مافیا او زورواکو لپاره ځای نشته.



رئیس عبدالخالق د بلخ خلګو نماینده چهارشنبه(۱۵ عقرب) مجلس عمومی ناسته کې وویل چی نظام الدین قیصاری د اسلحو په ویښ سره په بلخ کې سرتیرو راټولولو په حال کې دی.
عبدالخالق زیاته کړه: قیصاری د خلګو پر ځمکو باندی خپل تصویر نصبوی او وایی چی دا ځمکه زما ده، څو ورځی مخکې د فرهاد عظیمی بلخ پخوانۍ نماینده سره شخړه وکړه او په زور د هغه ځمکې غصب کړي.
ځینی په دی هڅه دی ترڅو قیصاری او طالبانو په همکاری په بلخ کې ۲۰ کالو آرامتیاوو بدله واخلی او خلګ یی آواره کړی.
په دی حال کې، نظام الدین قیصاری خپل فیسبوک پاڼه کې د تورونو په غبرګون لیکلی دی: د پاک نیت او با شرافت وکیلانو موقف ساتنې سره.
هغه کسان چی د خاصو حلقاتو په امر لاس په تورونو وهی، پوه شی چی نور ددی هیواد صدیق زامن نه پریږدی چی ددی غیرتمندو خلګو په حق کې جفا ترسره شی.
قیصاری وایی چی هغه د یو دسیسی په لړ کې نیول شوی وو او وروسته د څیړنې، بی ګناهی یی ثابت شو.
هغه د بلخ ولایت خلګو مظلومیت او محرومیت څخه خبری کړي او ویلی دی چی ددی خلګو ږغ خفه دی.
قیصاری خپل مخالفانو ته ویلی دی چی شخصی ګټو پرځای لاړ شی جایدادانو صاحبانو داد ته ورسیږی چی د ۵۰۰ څخه ډیر جایدادونه یی د ځینو کسانو له لوری غصب او وروسته خپل کورنیو غړو ته ویښل شوی دی. قیصاری د کوم چا نوم نه دی اخیستی.
 


د مطلب کود: 195107

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195107/قیصاری-نور-د-مافیا-او-زورواکو-لپاره-په-افغانستان-کې-ځای-نشته

آوا
  https://www.avapress.com