کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زابل: طالبان د اتغر ولسوالۍ د امنیه قوماندان او شلو عسکرو د وژلو ادعا کوي

18 عقرب 1398 ساعت 9:36

د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي « دالفتح عملیاتو په لړکې د زابل ولایت داتغر ولسوالۍ مرکزي ودانۍ ته څیرمه دمزدور دښمن پرمهم مرکز کمپاین بیګاه شپه داسلامي امارت مجاهدینو وسلوال بریدونه ترسره کړل چې په پایله کې یې د کمپاین دفاعي ټاورونه تخریب ۲۰ تنه مزدورعسکر ځای پرځای ووژل شول.»


طالبان وایي، د زابل ولایت په اتغر ولسوالۍ کې یې د دولتي سرتېرو په یوه مرکز برید کړی او ګڼو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي « دالفتح عملیاتو په لړکې د  زابل ولایت داتغر ولسوالۍ مرکزي ودانۍ ته څیرمه دمزدور دښمن پرمهم مرکز کمپاین  بیګاه شپه  داسلامي امارت مجاهدینو وسلوال بریدونه ترسره کړل چې په پایله کې یې د کمپاین دفاعي ټاورونه تخریب  ۲۰ تنه مزدورعسکر ځای پرځای ووژل شول.»
خبرپاڼه زیاتوي « وروستي معلومات ښیې  چې په  یاده نښته کې  دهمدي ولسوالۍ لپاره دګوډاګۍ ادارې امنیه قومندان  (حیدري ) هم وژل شوی.»
بل لور ته د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت بیا په اتغر ولسوالۍ کې طالبانو ته د پراخو تلفاتو اړولو ادعا کوي؛ خو د امنیه قوماندان د وژل کېدو په اړه یې څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 195123

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195123/زابل-طالبان-د-اتغر-ولسوالۍ-امنیه-قوماندان-او-شلو-عسکرو-وژلو-ادعا-کوي

آوا
  https://www.avapress.com