کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان ښځینه والیبال ملي لوبډله بنګله‌دېش ته ورسیدل

18 عقرب 1398 ساعت 9:41

د افغانستان ښځینه والیبال ملي لوبډله کابل کې د غوراوي پړاو او تمریناتو وروسته په اسیایي جام سیالیو کې د ګډون له پاره تېره ورځ بنګله‌دېش ته روانه شوه.


د افغان خبری آژانس د خبر له مخی، ښځینه والیبال ملي لوبډلې لوبډلمشره فروزان هادي بنګله‌دېش ته له روانېدو وړاندې په خپلو خبرو کې وویل، چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې یې اسیایي سیالیو ته تمرینات کړي دي او ښې لوبې به وکړي.
د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی، د افغانستان ښځینه والیبال ملي لوبډله د اسیا په ښځینه والیبال جام سیالیو کې ګډون کوي او دغو سیالیو ته یې لاره پیدا کړې ده.
د ښځینه والیبال ملي لوبډلو ترمنځ دغه سیالۍ د روانې نومبرمیاشتې له ۹مې د همدې میاشتې تر ۱۴مې نېټې د بنګله‌دېش په پلازمېنه ډهاکه کې ترسره کېږي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د سږ کال په سیالیو کې به د افغانستان ښځینه والیبال ملي لوبډلې ترڅنګ د پاکستان، هندوستان، نیپال، سرېلانکا او کوربه بنګله‌دېش ښځینه والیبال ملي لوبډلې لوبې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د مرکزي اسیا دغو سیالیو ته د افغانستان ښځینه والیبال ملي لوبډله کې بهترینه لوبغاړې د ښځینه لوبډلو ترمنځ د هغو غوراوي پړاو سیالیو نه غوره شوي چې تېره میاشت په کابل کې وشوې.


د مطلب کود: 195124

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195124/د-افغانستان-ښځینه-والیبال-ملي-لوبډله-بنګله-دېش-ته-ورسیدل

آوا
  https://www.avapress.com