کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امرېکا افغانستان کې د «هوايي جنګي بېړۍ» په نوم نوې الوتکې کاروي‌

18 عقرب 1398 ساعت 11:27


د “ګوسټ رايډر“ په نوم دغه نوې جنګي پوځي‌ الوتکو ته « هوايي جنګي بېړۍ » هم وايي چې تر نورو هغو ځواکمنې او په پرمختللې ټکنالوجي ‌سامبال دي‌.
امریکايي هوايي‌ جنګي‌ بېړیو په تېرو وروسته له هغه د بریدونو لړۍ پیل کړه چې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د خبرو لړۍ غوڅه شوه .
امريکايي مجلې ستار اېند ستراېپس د (ګوسټ ‌رایډر) په نوم ددغه جنګي‌الوتکو په تړاو په خپره کړې یوه مقاله کې لیکلي‌ دي‌چې دا الوتکې د لیزر وړانګو په مټ بریدونه کولای شي‌ او ډېره زیاته وړتیا ورکي‌ځای کړل شوې ده .‌
امریکايي‌ رسنۍ وايي‌ چې دغه پوځي‌ الوتکې د دوزخ اور اورولو وړتيا لري.
دوی زیاتوي‌ چې الوتکو په افغانستان کې طالبان سخت ځپلي‌ دي‌ او تر ډېره بریده یې هغوی د جګړو نه اچولي‌.
دا الوتکې د امریکا او طالبانو ترمنځ  د سولې د خبرو بهير له ودرېدو وروسته د هوايي بريدونو د توندېدا او زیاتوب د بهير يوه برخه بلل شوې ده . ولسمشر ټرمپ هم ويلي و چې دوى به پر خپل غليم تر پخوا هر وخت ډېر سخت گوزارونه کوي.
دافغانستان ددفاع وزارت هم وايي چې په دې وروستیو کې یې طالبانو ته سخت دسرزیانونه اړولي‌ دي .
افغانستان کې په تېرو (۱۸) کلونو کې بیلا بیلي وسلې وکارېدې چې د ټولو وسلو لویه برخه قربانیان افغانان وو.
په افغانستان کې ډېری خبریالان په دې باور دي چې که د سولي خبرې بریالۍ شوې وای او طالبانو ځینو ټکو ته سر نه وای نیولی ، نن ښايي ددغه ډول الوتکو د کارولو جواز امریکایانو ته په لاس نه وو ورغلی .‌
د دغه هوايي جنګي بېړیو شمېر لا تر اوسه نه دی څرګند؛ خو دافغانستان ددفاع وزارت یوه لوړرتبه چارواکي خبریال ډاټ کام ته وویل چې الوتکو د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې د داعش ترهه ګرو او وسله والو طالبانو خلاف له تېري‌ جون میاشتي فعالیت پیل کړی دی .
د دفاع وزارت سرچینې ونه ویل چې الوتکو د روان ۲۰۱۹ کال له جون میاشتي بریدونه پیل کړي‌او که څنګه ، خو دا یادونه یې وکړه چې « هوايي جنګي بېړۍ » له جون میاشتي‌ افغانستان ته راوړل شوي دي .


د مطلب کود: 195127

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195127/امرېکا-افغانستان-کې-د-هوايي-جنګي-بېړۍ-په-نوم-نوې-الوتکې-کاروي

آوا
  https://www.avapress.com