دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۸
د مطلب کود : 195128
مولانا عبدالله، ټاکنو کمېسیون کې د عبدالله کمپاینري روانه کړې
تاند د سرچینو په حواله داسې معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړی چې ښيي د ثبات او همپالنې ډلې ته نږدې کس او د ټاکنو کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله د سږنیو ولسمشریزو ټاکنو د بحراني کولو لپاره مهم رول لوبوي.
اسناد او شواهد ښيي چې مولانا عبدالله د ټاکنو په کمېسیون کې د اختلافاتو مهم لامل ګرځېدلی او د کمېسون د مجلسونو هره پرېکړه سپېدار ماڼۍ ته تر هر چا وړاندې رسوي.
مولانا عبدالله او د ثبات او همپالنې ډلې دوه غړي محمد ناطقي او نور رحمان اخلاقي هغه کسان دي چې د کمېسیون او احزابو په نماینده ګۍ یې له درملوګ شرکت څخه اوسني د بایومتریک ماشینونه او سیسټم رانیولی دی.
همدا راز مولانا عبدالله څو څو ځله د رایو د شمېرنې په جریان یا هم د کمېسیون له مجلسونو سمدستي وروسته د ثبات او همپالنې له غړو نوررحمن اخلاقي او ثبات او همپالنې ډلې په فساد د تورن او د کابل د پخواني ښاروال یونس نواندیش سره لیدل شوی دی.
مولانا عبدالله همدا راز د کمېسیون د ټولو اصولو خلاف له رسنیو سره د کمېسیون د معلوماتو په افشا کولو او شریکولو کې هم مشهور دی.
نوموړی لومړنی هغه کس و چې په ټاکنو کمېسیون کې یې د رایو د بانک د پلاستیکي قفل د ماتېدو خبر ورکړ او د ثبات و همپالنې ډلې ته یې د لانجې زمینه برابره کړه، هغه څه چې وروسته ثابته شوه، دا قفل د درغلۍ په خاطر نه دی مات شوی او نه هم د رایو بانک ته کوم نقصان رسېدلی.
مولانا عبدالله څه موده وړاندې داسې ډرامه هم د طلوع په نوم له یوې تلویزیوني شبکې سره جوړه کړه چې د یو موټر سایکل چلوونکي لخوا تعقیب شوی او پر ده د برید هڅه شوې ده، خو وروسته ملي امنیت ویلي دي چې دغه موټر سایکل چلوونکی د دوی کس و چې د ټولو کمېشنرانو د ساتنې لپاره یې یو یو کس مؤظف کړی تر څو دوی ته ضرر ونه رسېږي او کمېشنران یې په دې خبر کړي هم دي.
مولانا عبدالله په ټاکنو کې ددولت د لاسوهنې اوازه هم څو څو ځله اچولې چې وروسته بیا پخپله د کمېسیون د غړو لخوا دا اوازه په کلکه رد شوې ده.
مولانا عبدالله په کمېسیون کې د هرې هغې پرېکړې په ښکاره مخالفت کوي چې دی په کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د ناکامۍ څرکونه ویني، خو په دې هم پوهېږي چې د ثبات او همګرایې ډلې لپاره د وفادارۍ له کبله ترسره کړې ټولې هڅې یې ناکامې دي.
په تازه پېښه کې مولانا محمد عبدالله تېره ورځ یو وار بیا د کمېسیون د ټولو کمېشنرانو هغه پرېکړه نه ده منلې چې د ۱۲۸۷ محلونو د بایومتریک رایو د شمېرنې په اړه یې کړې ده.
تاند ته په یو رسېدلي پرېکړه لیک کې د حوا علم نورستانۍ، عصمت الله مل، مسافر قوقندي، اورنګ زېب او حنیف دانشیار له دې سره موافقه ښودلې چې د ۱۲۸۷ هغو محلونو رایې چې د بایومتریک دستګاو ډیټا یې له مرکز سره وصل شوې، خو اوس یې یا ماشینونه خراب دي یا هم مات شوي او په صندوقونو کې يې رایې هم راغلې دي، باید د څارونکو پر وړاندې وشمېرل شي.
خو رحیمه ظریفي او ښاغلي مولانا عبدالله په دغه پرېکړه لاسلیک نه دی کړی او مخالفت یې ورسره ښودلی دی.
مولانا عبدالله د پنجشېر اوسېدونکی او د شمالي ټلوالې اړوند د مدني بنسټونو لخوا د عبدالله په توسط د کمېسیون کمېشنرۍ ته راوړاندې شوی کس دی.
https://avapress.com/vdcb5sb8wrhb98p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته