دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۸
د مطلب کود : 195129
کابل: پولیسو د نسیم سپي په نوم مشهور غل نیولی دی
د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د نسیم سګ په نوم د وسله والو غلو د یو سربانډ د نیولو خبر ورکړی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې نسیم سګ به ۱۳مې او ۱۸مې ناحیه کې وسله والې غلاوې، لارشکونې او چپاولګري کوله چې د پولیسو لخوا په اوپراتیفي عملیاتو کې له ۱۳مې ناحیې څخه بالفعل له یوې برچې سره نیول شوی دی.
ښاغلی رحیمي وايي، په نسیم سګ یا په سپي نسیم مشهور دغه کس په لومړنیو پلټنو کې د موبایلونو د تښتونې، وسله والو غلاو او لار شکونې په جرمونو اعتراف کړی دی، خو په وینا یې چې لا زیاتې پلټنې به هم ترې وکړي.
کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د کابل ګڼ وسله وال غله او مجرمین یا په مخامخ نښتو کې وژلي یا یې هم نیولي دي.
https://avapress.com/vdccipqso2bqos8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته