کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بېجینګ کې بین الافغاني ناسته د انتخاباتو د پایلو له اعلان وروسته جوړېږي

18 عقرب 1398 ساعت 10:53

ویل کیږي چې د بیجنګ په ناسته کې د ګډون کوونکو د لېست پر سر لا هم اختلاف موجود دی او حکومت هڅه کوي څو په دې ناسته کې د یو شمېر سياسي مشرانو د ګډون مخه ونیسي
حکومت د سولې ناستو ته د نامطلوبو افرادو په معرفي کولو سره په لوی لاس د دغه پروسې پر وړاندې خنډونه جوړوي او د سولې فرصتونه ضایع کوي (شنونکي او پخواني طالب چارواکي)


په بیجنګ کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې ناسته مهمه ده، هېڅ لوری باید د خپلو ګټو لپاره د سولې په هدف د جوړېدونکو ناستو مخالفت ونه کړي (وکیلان)
کابل- د چین بین الافغاني‌ ناسته، چې ټاکل شوې وه د اکتوبر په ۲۸مه او ۲۹مه نېټه ترسره شي، د ولسمشریزو انتخاباتو د نتایجو له اعلان سره سم یعنې د روانې نومبر میاشتې په وروستۍ لسیزه کې ترسره کیږي.
ولسمشر غني د دوشنبې په ماښام د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره د دې ناستې او افغان سولې په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د ولسمشر غني په اړه ویل کیږي، چې له دې ناستې اندېښمن دی، خو د چین د بهرنیو چارو وزیر په دې ټلیفوني مکالمه کې نوموړي ته د بیجنګ ناستې په اړه معلومات ورکړي دي.
د سولې عالي شورا مرستیال حاجي عزیزالله دین محمد چې ټاکل شوې د بیجنګ په ناسته کې ګډون وکړي وایي، حکومت له طالبانو سره د مذاکراتو په هدف دې ناستې ته ۲۵ کسیز لېست ترتیب کړی، چې افغان سیاستوال او حکومتي کسان پکې شامل دي.
خو له دې سره هممهاله ویل کیږي، چې لاهم د بیجنګ ناستې د ګډون کوونکو د لېست پر سر اختلاف دی او حکومت هڅه کوي چې په دې ناسته کې د یو شمېر سیاستوالو د ګډون مخه ونیسي.
 طالبانو ته نږدې کسان وایي، چې که د بیجنګ په بین الافغاني خبرو کې د افغان حکومت پلاوی د حکومت په استازیتوب برخه واخلي طالبان به ورسره خبرې ونه کړي.
پخوانی طالب چارواکی جلال الدین شینواری او د سیاسي چارو شنونکی وحید مژده وايي چې حکومت د سولې پروسې ته د نامطلوبو افرادو په معرفي کولو سره په لوی لاس د دغه ډول هڅو پر وړاندې خنډونه جوړوي او د سولې په تړاو رامنځته کیدونکي فرصتونه ضایع کیږي.
د ولسي جرګې غړي هم په بیجنګ کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې ناسته مهمه بولي او وایي، چې له دې ناستې باید په سمه توګه استفاده وشي.
د ولسي جرګې غړی شېر محمد اخندزاده او ابرار الله مراد په دې ناسته کې د حکومت د استازو په حضور ټینګار کوي او وايي، چې هېڅ لوری باید د سولې په هدف له ترسره کېدونکو ناستو سره د خپلو ګټو په خاطر مخالفت ونه کړي.
په چین کې د سولې بین الافغاني ډیالوګ د جوړېدو په تړاو څرګندونې داسې مهال دي، چې ویل کیږي چین غواړي په دې ناسته کې د افغانستان مطرح سیاسي مشران، حکومتي چارواکي او د ټولنې د نورو برخو استازي ټول ګډون ولري.


د مطلب کود: 195130

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195130/په-بېجینګ-کې-بین-الافغاني-ناسته-د-انتخاباتو-پایلو-له-اعلان-وروسته-جوړېږي

آوا
  https://www.avapress.com