دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۰
د مطلب کود : 195131
ولسمشر غني:اساسي قانون هېڅ وخت نه قرباني کېږي
د سولې لپاره هرې قربانۍ ته چمتو یم خو اساسي قانون نه شم قرباني کولی، هر تحول به د اساسي قانون په رڼا کې راځي
 ولسمشر غني‌  په ارګ کې د ملي شورا له غړو سره په یوه مجلس کې د سولې په تړاو د یو لړ شرایطو خبره وکړه.
ولسمشر اشرف غني وویل چې سوله راتلونکې ده او داسې سوله، چې افغاني وي او افغانان پکې د امنیت احساس وکړي او د ښځو حقونه پکې خوندي وي. ولسمشر وایي، چې دی د سولې لپاره هرې قربانۍ ته چمتو دی، خو اساسي قانون نه قرباني کوي او هر تحول به د قانون پراساس راځي.
ولسمشر وایي، چې د سولې لپاره باید ټول اړخونه ګذشت ولري.د ولسمشر په خبره روانه جګړه ګټونکی نه لري او که سوله راځي نو اصلي ګټونکي او قهرمانان به یې د افغانستان خلک وي.
ولسمشر غني داسې مهال د سولې لپاره د اساسي قانون د نه تعدیدلولو په تړاو څرګندونې کوي، چې د چارو شنونکي وایي، چې افغان حکومت په مسلسله توګه د سولې په تړاو رامنځ ته شوي فرصتونه په پرلپسې توګه ضایع کوي.
https://avapress.com/vdcfmtdyyw6d1ya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته