دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۴
د مطلب کود : 195132
له خلیلزاد سره د حکومت مخالفت د هغه افغانیت او د سولې د ماموریت په سبب دی
د سنا د غړیو په شمول د حکومت چارواکي د امریکا د هر ډول وحشتونو په باب چوپه خوله دي، دلته مخالفت د ملي ګټو لپاره نه بلكې د شخصي ګټو لپاره دى د مشرانو جرګې دویم مرستيال له امریکا څخه غوښتي چې د افغان سولې په برخه کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دندې لرې کړي

د مشرانو جرګې دویم مرستیال محمداصف صدیقي د امریکا له دولت څخه غوښتي چې د افغان سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دندې لرې کړي.
محمداصف صدیقي وايي چې زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې له پروسې څخه د خپلو شخصي ګټو لپاره استفاده کوي. د مشرانو جرګې دویم مرستیال د خلیلزاد وروستي فعالیتونه د پوښتنې وړ بولي او وايي چې د نوموړي برنامو تر اوسه هېڅ لاسته راوړنه نه درلوده.
خو د چارو شنونکی له زلمي خلیلزاد سره مخالف سم دریځ نه بولي. د سیاسي چارو شنونکی غلام جیلاني ځواک وايي، زلمی خلیلزاد د امریکا د حکومت پالیسي پر مخ وړي، که مخالفت کېږي باید د افغان سولې په تړاو د امریکا د ستراتېژۍ مخالفت وشي. ځواک ویسا ته وویل:« خلیلزاد د امریکا استازی دی، خلیلزاد چې څه وايي هغه د امریکا خبره کوي، دا معقوله خبره نه ده، که څوک نیوکه لري هم باید وايي چې د امریکا پالیسي غلطه ده.»
كوم لورى چې د خليلزاد د سولې د ماموريت خلاف دى، هغوى د امريكا په جنګي جناياتو چوپ دي او په دې وحشتونو هېڅ غبرګون نه ښيي.
نوموړی وايي، دا چې خلیلزاد افغان دی او د هغه پر خلاف خبرې توند غبرګون نه شي راپارولی نو حکومت او ځینې چاروکي هغه په نښه کوي. ځواک همداراز زیاته کړه:« د دې ترڅنګ نور شکونه هم شته، د پاکستان خلیلزاد نه خوښېږي، ویل کېږي چې اشرف غني د پاکستان په اشاره د خلیلزاد مخالفت کوي.» دا په داسې حال کې ده چې د مشرانو جرګې تر دویم مرستیال مخکې د ولسمشر غني د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم په امریکا کې د خلیلزاد خلاف څرګندونې وکړې او ویې ویل چې خلیلزاد د خپلو شخصي ګټو په لټه کې دی.
https://avapress.com/vdcgwn9qxak9yq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته