دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۱
د مطلب کود : 195133
نږدې ۱۸۵ زره بې ځایه شوو او راستنو شوو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شوې
د پوهنې وزارت وايي، په ۱۳۹۸يم لمريز كال كې يې د كورنيو او بهرنيو موسسو په مالي مرستې ۱۸۴ زره، ۷۴۹ بې ځايه او راستنو شوو ماشومانو ته د ښوونې او روزنې زمينه برابره كړې، چې ۱۰۵ زره، ۹۹۱ تنه يې نجونې دي.
پوهنې وزارت پرون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې بې ځايه او راستانه شوو ماشومانو ته د كابل، هرات، ننګرهار، بلخ او كندهار په ګډون د هېواد په ۱۶ ولايتونو كې ۵۰۸۰ موقت ټولګي جوړ شوي دي.
د دې ټولګيو په جوړېدو سره ۵۸۴۹ تنو ته د ښوونکو په توګه د کار زمينه برابره شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې بې ځايه او راستانه شوي ماشومان د تعليمي اسنادو د نه شتون له كبله په نهه مياشتنيو او درې كلنو ټولګيو كې د ښوونې او روزنې تر پوښښ لاندې راځي او وروسته په نېږدې دولتي ښوونځيو کې جذبېږي.

د يادونې وړ ده، چې په ۱۳۹۷يم لمريز كال كې د هېواد په ۸۰ ولسواليو كې د ۲۴۶ زره بې ځايه او راستانه شوو ماشومانو لپاره د ښوونې او روزنې زمينه برابره شوې وه.
https://avapress.com/vdchxmnzx23nwzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته