کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پوهنې وزارت:

نږدې ۱۸۵ زره بې ځایه شوو او راستنو شوو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شوې

18 عقرب 1398 ساعت 15:21


د پوهنې وزارت وايي، په ۱۳۹۸يم لمريز كال كې يې د كورنيو او بهرنيو موسسو په مالي مرستې ۱۸۴ زره، ۷۴۹ بې ځايه او راستنو شوو ماشومانو ته د ښوونې او روزنې زمينه برابره كړې، چې ۱۰۵ زره، ۹۹۱ تنه يې نجونې دي.
پوهنې وزارت پرون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې بې ځايه او راستانه شوو ماشومانو ته د كابل، هرات، ننګرهار، بلخ او كندهار په ګډون د هېواد په ۱۶ ولايتونو كې ۵۰۸۰ موقت ټولګي جوړ شوي دي.
د دې ټولګيو په جوړېدو سره ۵۸۴۹ تنو ته د ښوونکو په توګه د کار زمينه برابره شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې بې ځايه او راستانه شوي ماشومان د تعليمي اسنادو د نه شتون له كبله په نهه مياشتنيو او درې كلنو ټولګيو كې د ښوونې او روزنې تر پوښښ لاندې راځي او وروسته په نېږدې دولتي ښوونځيو کې جذبېږي.

د يادونې وړ ده، چې په ۱۳۹۷يم لمريز كال كې د هېواد په ۸۰ ولسواليو كې د ۲۴۶ زره بې ځايه او راستانه شوو ماشومانو لپاره د ښوونې او روزنې زمينه برابره شوې وه.


د مطلب کود: 195133

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195133/نږدې-۱۸۵-زره-بې-ځایه-شوو-او-راستنو-ماشومانو-ته-د-زده-کړو-زمینه-برابره-شوې

آوا
  https://www.avapress.com