د هېواد په ختیځ کې امنیتي چارواکي وايي، د ډیورنډ فرضي کرښې له پورې غاړې پر افغان خاوره د پاکستاني پوځیانو هر ډول برید ته پوره چمتوالی لري.
په ختیځ کې د افغان سرحدي ځواکونو د لومړۍ لېوا عمومي قوماندان محمد ایوب حسین خېل د کونړ ولایت ناړې ولسوالۍ ته د سفر پر مهال ویلي، د ده تر قوماندې لاندې افغان ځواکونه د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه مهمو سیمو کې ځای پر ځای شوي او د ډېورنډ له پورې غاړې د پاکستاني پوځیانو هر ډول برید ته پوره چمتوالی لري.
د کونړ ناړې ولسوالۍ څو ورځې وړاندې د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د سختو جګړو شاهده وه. که څه هم اوس د دواړو لوریو ترمنځ پر اوربند موافقه شوې ده خو لا هم افغان ځواکونه لاس په ماشه، د کرښې له پورې غاړې برید ته چمتو ناست دي. حسین خیل دغه راز ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه په دوکلام او ناړې ولسوالیو کې د امنیتي پوستو د جوړولو په حال کې دي او دوی به هېچا ته پر افغان خاوره د تېري اجازه ورنکړي.