دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۳
د مطلب کود : 195141
خلیلزاد قطر کې له طالبانو سره لیدلي
سرچینې وایي افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو له پلاوي سره غیر رسمي لیدنه کړې ده.

د دې لیدنې موخه د سولې دریدلو خبروبیا پيلیدو لپاره د لارو چارو لټول بلل شوي دي.
د پاکستاني ډيلي ټایمز ورځپاڼې د ځینو طالب سرچینو له خولې لیدلي چې د امریکا او طالب پلاوي دا لیدنه د تیرې اونۍ په لړ کې شوې ده.
د رپوټونو پر اساس دوی تیر اکټوبر میاشت کې په اسلام اباد کې هم د زندانیانو د خلاصون په ګډون پر یو لړ مسایلو خبرې کړي دي.
خلیلزاد دا لیدنه داسې حال کې کړې چې له دې وړاندې یې کابل، مسکو، پاریس، بروکسل او اسلام اباد ته سفرونه کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیرې سپټمبر میاشت کې طالبانو سره د مذاکراتو د بندیدو اعلان وکړه.
له هغه وروسته د نړۍ زیاتو هیوادونو د دغو خبرو د بیا پيلیدو غوښتنې وشوې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgtn9qqak9yq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته