کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم:

تقلبي رایو ته د اعتبار ورکولو په مقابل کې بې تفاوته نه پاتې کېږي

18 عقرب 1398 ساعت 11:50

د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم یو ځل بیا ټينګار کوي چې تقلبي رایو ته د اعتبار ورکولو په مقابل کې بې تفاوته نه پاتې کېږي او د ټاکنو له کمېسیون غواړي چې په خپلو قانوني دندو عمل وکړي، د رایو بیا شمېرنه د تقلبي او بدون له بایومیټريک رایو له بشپړې تصفیې او تفکیک وروسته پيل کړي.


له بده مرغه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اړونده قانون، لوایحو او طرزالعملونو په رڼا کې د خلکو له پاکو رایو څخه د تقلبي رایو د تصفیې او تفکیک په برخه کې زموږ له هڅو سره سره چې د خبرو اترو او تفاهم په صورت کې مو وکړې، له قانون ماتولو لاس وانخیست او وړاندې له دې چې د باطلو او له بایومیتریک پرته رایو تصفیه او تفکیک وکړي، د پاکو رایو سقف او د هر محل پاکې رایې مشخصې کړي، پرېکړه کړې چې په ولایاتو کې د بیا شمېرنې پروسه پیل کړي.

د ټاکنو کمېسیون دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې تر اوسه تکراري رایې، له وخت بهر رایې او نورې تقلبي رایې نه دي تصفیه شوي. له دې ورهاخوا د ټاکنو د کمېسیون د پرېکړې له مخې هغو 2432 محلونو رایې هم بیا شمېرل کېږي، چې په اړه یې هېڅوک له موجودیت خبر نه لري او هېڅ ډول بایومیټریکي معلومات یې په اړه نشته.

د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم یو ځل بیا ټينګار کوي چې تقلبي رایو ته د اعتبار ورکولو په مقابل کې بې تفاوته نه پاتې کېږي او د ټاکنو له کمېسیون غواړي چې په خپلو قانوني دندو عمل وکړي، د رایو بیا شمېرنه د تقلبي او بدون له بایومیټريک رایو له بشپړې تصفیې او تفکیک وروسته پيل کړي.

د ثبات او همپالنې ټيم رهبري، د خلکو له پاکو رایو څخه د دفاع په منظور، خپلو ټولو ولایتي ستادونو او څارونکیو ته هدایت ورکوي چې د موضوع تر روښانتیا پورې د بیا شمېرې په دې غیر قانوني پروسه کې له ګډون ډډه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د ټیم رهبري وضعیت تر دقیق نظر لاندې لري او هڅه کوي چې موضوع له سوله یییزې لارې حل او کمېسیون د قانون او مربوطه طرزالعملونو په رڼا کې لومړی تقلبي رایې تفکیک او له هغې وروسته په ولایاتو کې بیا شمېرنه پیل کړي. له دې پرته د خلکو له پاکو رایو څخه د دفاع په برخه کې زموږ اساسي پرېکړه له خلکوس ره تر لازمو مشورو ورسوته اعلانېږي.
د ثبات او همپالنې ټیم رهبري


د مطلب کود: 195144

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195144/تقلبي-رایو-ته-د-اعتبار-ورکولو-په-مقابل-کې-بې-تفاوته-نه-پاتې-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com