دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۲
د مطلب کود : 195145
دانش: ټاکنیز ټیمونه دی کمیسیونونو داخلی چارو کې مداخله ونه کړی
آوا خبرګزاری-کابل: د ریاست جمهوری دوهم معاون د ټاکنیز ټیمونو څخه غواړی چی ټاکنیز کمیسیونونه تر فشار لاندی یونسی او هغوی داخلی چارو کې مداخله ونه کړی. ښاغلی دانش همدارنګه د ټاکنو کمیسیون څخه غوښتي ترڅو هرڅه ژیر ټاکنو لومړنې نتایج اعلان کړی.

سرور دانش، د ریاست جمهوری دوهم معاون تیره ورځ جمعه د سید مصطفی کاظمی شهادت کلیزی په مراسمو په کابل کې وویل: هیڅوک ددی حق نه لری چی ټاکنو ته د یو وسیلی په حیث وګوری او هر وخت چی په ګټه یی وی هغه قبول کړی او که په ګټه یی نه وی تر پوښتنې لاندی یی یوسی.
ښاغلی دانش زیاته کړه: باید کوم څوک یا کوم ډله کمیسیونونه تر فشار لاندی یونسی او یا داخلی چارو کې یی مداخله ونه کړی او کوم خاص نظر هغوی باندی تحمیل نه کړی. البته ټول ټاکنیز ټیمونه حق لری ترڅو خپل شکایتونه په مستند او قانونی توګه دواړو کمیسیونونو ته وړاندی کړی.
هغه وویل چی موږ باید اجازه ورکړو چی ټاکنیز کمیسیونونه قانون او قانونی اسناد په اساس خپله تصمیم ونیسی او فیصله وکړی او ټوله هغوی فیصلی ته احترام وکړی. موږ باید پوه شو چی ټاکنې د نظام مشروعیت اصلی عنصر دی او باید څوک خپل شخصی ګټو لپاره نظام مشروعیت تر پوښتنی لاندی یونسی.
هغه همدارنګه د ټاکنی کمیسیونونو څخه وغوښته چی نور دی د افغانستان خلګ په صبر نه کړی.
 
https://avapress.com/vdcaymn6m49no61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته