خوښ ديک ۰
ډاکټر عبدالله عبدالله:

د ټاکنو خپلواک کمیسیون قانون ماتونې ته ادامه ورکوي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون قانون ماتونې ته ادامه ورکوي
 د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله وایي ددوی له ټینګار او هڅو سره سره د ټاکنو خپلواک کمیسیون قانون ماتونې او غیر قانوني کړنو ته ادامه ورکړې ده.
ددغه ټیم له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د ټاکنو خپلواک کمیسیون له تازه پرېکړې سره هم مخالف دي او د رایو
د ټاکنو خپلواک کمیسیون قانون ماتونې ته ادامه ورکوي
په بیا شمېرنه کې ګډون نه کوي.
ددوی په وینا ټاکنو کمیسیون سلګونه داسې محلونه د رایو بیا شمېرنې په پروسه کې شامل کړي چې د یادو محلونو په اړه هېڅ راز قانوني او بایومتریک اسناد نشته دي.
 دغه ډله وايي چې کمیسیون باید شفافیت ته ژمن وي، قانون عملي کړي او د خلکو رایو ته درناوی وکړي.
ثبات او همپالنې ټیم همدا راز خبرداری ورکړی چې د خلکو له رایو ددفاع لپاره په هر ډول قانوني اقدام لاس پورې کوي.
شنبی ۱۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۴
د مطلب کود: 195149 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *