کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ډاکټر عبدالله عبدالله:

د ټاکنو خپلواک کمیسیون قانون ماتونې ته ادامه ورکوي

18 عقرب 1398 ساعت 17:54


 د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله وایي ددوی له ټینګار او هڅو سره سره د ټاکنو خپلواک کمیسیون قانون ماتونې او غیر قانوني کړنو ته ادامه ورکړې ده.
ددغه ټیم له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د ټاکنو خپلواک کمیسیون له تازه پرېکړې سره هم مخالف دي او د رایو په بیا شمېرنه کې ګډون نه کوي.
ددوی په وینا ټاکنو کمیسیون سلګونه داسې محلونه د رایو بیا شمېرنې په پروسه کې شامل کړي چې د یادو محلونو په اړه هېڅ راز قانوني او بایومتریک اسناد نشته دي.
 دغه ډله وايي چې کمیسیون باید شفافیت ته ژمن وي، قانون عملي کړي او د خلکو رایو ته درناوی وکړي.
ثبات او همپالنې ټیم همدا راز خبرداری ورکړی چې د خلکو له رایو ددفاع لپاره په هر ډول قانوني اقدام لاس پورې کوي.


د مطلب کود: 195149

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195149/د-ټاکنو-خپلواک-کمیسیون-قانون-ماتونې-ته-ادامه-ورکوي

آوا
  https://www.avapress.com