د ثبات او همپالني ټاکنیزه ډله وایي د دوی له ټینګار او هڅو سره – سره د ټاکنو خپلواک کمیسیون قانون ماتوني او غیرقانوني کړنو ته ادامه ورکړې ده.
د دغه ټیم له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي دوی د ټاکنو خپلواک کمیسیون له تازه پرېکړي سره هم مخالف دي او د رایو په بیا شمېرنه کي ګډون نه کوي.
د دوی په وینا ټاکنو کمیسیون سلګونه داسي محلونه د رأیو بیا شمېرني په پروسه کي شامل کړي چي د یادو محلونو په اړه هيڅ راز قانوني او بایومتریک اسناد نه سته دي.
دغه ډله وايي چي کمیسیون باید شفافیت ته ژمن وي، قانون عملي کړي او د خلکو رایو ته درناوی وکړي. ثبات او همپالني ټیم همدا راز خبر داری ورکړی چي د خلکو له رایو د دفاع لپاره په هر ډول قانوني اقدام لاس پوري کوي.