ډاکتر عبدالله وايي چي د ټاکنو کمېسون غیرقانوني محلونه په رأیه شمېرنه کي شامل کړې او په دې ډول غیرقانوني کړنو ته ادامه ورکوي.
عبدالله؛ ټاکنو کمېسون غیرقانوني محلونه په رأیه شمېرنه کي شامل کړي
18 عقرب 1398 ساعت 14:14
ډاکتر عبدالله وايي چي د ټاکنو کمېسون غیرقانوني محلونه په رأیه شمېرنه کي شامل کړې او په دې ډول غیرقانوني کړنو ته ادامه ورکوي.
د ثبات او همپالني ټاکنیزه ډله وایي د دوی له ټینګار او هڅو سره – سره د ټاکنو خپلواک کمیسیون قانون ماتوني او غیرقانوني کړنو ته ادامه ورکړې ده.
د دغه ټیم له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي دوی د ټاکنو خپلواک کمیسیون له تازه پرېکړي سره هم مخالف دي او د رایو په بیا شمېرنه کي ګډون نه کوي.
د دوی په وینا ټاکنو کمیسیون سلګونه داسي محلونه د رأیو بیا شمېرني په پروسه کي شامل کړي چي د یادو محلونو په اړه هيڅ راز قانوني او بایومتریک اسناد نه سته دي.
دغه ډله وايي چي کمیسیون باید شفافیت ته ژمن وي، قانون عملي کړي او د خلکو رایو ته درناوی وکړي. ثبات او همپالني ټیم همدا راز خبر داری ورکړی چي د خلکو له رایو د دفاع لپاره په هر ډول قانوني اقدام لاس پوري کوي.
د مطلب کود: 195150