کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو د کندهار شاه ولیکوټ کې د پولیسو پر مرکز برید کړی

18 عقرب 1398 ساعت 15:10

د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو نن شنبه د «لړم پر۱۸مه» د دغه ولایت په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز موټر بم او وسله وال برید کړی دی.



دغه برید د یادې ولسوالۍ په چینار سیمه کې د کندهار ـ ارزګان د لویې لارې ساتنې پر پولیسو شوي دی.
د کندهار د والي ویاند بهیر احمد احمدي امریکا غږ ته وویل، چې په لوړ شمېر وسله والو د شهرا د پولیسو پر یو مرکز نن سهار وختي برید وکړ، چې د نوموړي په وینا جکره لا هم دوام لري.
احمدي وویل، چې سیمې ته تازه دمي افغان ځواکونه رسیدلي او د جګړې شدد یې کم شوی دی.
د کندهار والي ویاند زیاته کړه، چې په دغه برید کې مرګ ژوبله هم رامنځته شوې، په وینا یې کره شمېر بې ورورسته له رسنیو سره شریکه سي.
بلخوا د شاه وليکوټ ولسوالي یو امنیتي مقام د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل، چې په یاد برید کي درې پو لیس وژل شوي او څلور ټپيان دي.
سرچیني وویل، ځانمرګی برید د حاموي ټانک په وسیله شوی، چې ورورسته نورو وسله والو بریدګرو د پولیسو پر مرکز جګړه پیل کړه.
د کندهار ارزګان لویه لار په عمومي ډول ناامنه ده، چې تر برید لاندې پولسیو د دې لارې د امنیت دنده پر غاړه درلوده.
طالبانو د دغه برید مسؤلیت منلی دی.
 


د مطلب کود: 195166

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195166/طالبانو-د-کندهار-شاه-ولیکوټ-کې-پولیسو-پر-مرکز-برید-کړی

آوا
  https://www.avapress.com