دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۶
د مطلب کود : 195170
د هند ستره محکمه: په بابري مسجد دې د هندوانو عبادت ځای جوړ شي
د هند سترې محکمې د بابري جومات پر سر د هندوانو او مسلمانانو تر منځ د لانجې پرېکړه له اوږده ځنډ وروسته اعلان کړه او حکومت ته یې امر کړی دی چې لږ تر لږه دې په دریو یا ۴ میاشتو کې د جومات ځمکه هندوانو ته حواله کړي تر څو هغوی پرې د رام مندر یا درمسال جوړ کړي.
د رسنیو د راپور له مخې د قاضي رنجن ګوګۍ په مشرۍ پنځه کسیز پلاوي ویلي د
اله اباد د استیناف محکمې دا پرېکړه چې د جومات لانجمنه سیمه یې په درې برخو ویشلې وه، ناسمه ده.
قاضي رنجن هم ویلي داسې کوم ثبوت او شواهد نشته چې له ۱۸۵۶ کال څخه پخوا هم د بابري جومات پر ځمکه کوم اسلامي مرکز یا جومات ودان و: (( دوسیې په ایمان او یقین نه بلکې په اسنادو فیصله کېږي، د هندوانو اسناد دا ښيي چې دا ځای د ایودهیا رام د زېږېدو ځای و.))
نوموړي زیاته کړه، ثبوتونه ښي چې د انګریزانو له راتګ وړاندې هم د بابري جومات پر ځمکه د هندورام صوفه وه او خلکو به د سیتا راسويي عبادت کاوه
چې دا سیمه د هندوانو په ملکیت کې راځي: (( حکومت باید مسلمانانو ته د جومات لپاره ۵ هکټاره نوره ځمکه ورکړي، موږ د ټولو مذهبونو احترام کوو، خو حکومت باید په ۳ یا ۴ میاشتو کې د باور فضا رامنځته او د بابري جومات ځمکه دې هندوانو ته وسپاري.))
بابري جومات چې هندوان یې د رام بګوان د زېږېدو ځای بولي او له همدې کبله یې په ۱۹۹۵ کې دا جومات وران کړ، اوس مسلمانان وايي، دغه جومات له ۱۵۲۸ کال راهیسې ظهیرالدین بابر جوړ کړی چې په ۱۷م پېړۍ کې اورنګزېب نړولی و.
https://avapress.com/vdciywazut1a3z2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته