خوښ ديک ۰

افغان ځواکونو کندوز کې د طالبانو د وسلو لوی ډیپو نیولی

افغان ځواکونو کندوز کې د طالبانو د وسلو لوی ډیپو نیولی
دفاع وزارت په کندوز کې د طالبانو د وسلو او مهماتو یو ډیپو کشف کړی دی.

دفاع وزارت تاند ته په دې اړه استولې یوه خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو د وسلو دا ډیپو یې په علي اباد ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو لاس ته لویدلی دی، خو وضاحت
دفاع وزارت په کندوز کې د طالبانو د وسلو او مهماتو یو ډیپو کشف کړی دی.
یې نه دی ورکړی چې په دې ډیپو کې څومره وسلې او مهمات وو؟
خبرپاڼه وايي، افغان ځواکونو په علي اباد کې پراخ عملیات پیل کړي، طالبان یې له دې ولسوالۍ شړلي او درانه تلفات یې ور اړولي دي.

دفاع وزارت همدا راز ادعا کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په ټول هېواد کې په بیلابیلو عملیاتو کې ۴۶ وسله وال وژلي او ۱۵ نور یې ژوبل کړیدي.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
شنبی ۱۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۱
د مطلب کود: 195171 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *