کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان ځواکونو کندوز کې د طالبانو د وسلو لوی ډیپو نیولی

18 عقرب 1398 ساعت 16:01


دفاع وزارت په کندوز کې د طالبانو د وسلو او مهماتو یو ډیپو کشف کړی دی.

دفاع وزارت تاند ته په دې اړه استولې یوه خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو د وسلو دا ډیپو یې په علي اباد ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو لاس ته لویدلی دی، خو وضاحت یې نه دی ورکړی چې په دې ډیپو کې څومره وسلې او مهمات وو؟
خبرپاڼه وايي، افغان ځواکونو په علي اباد کې پراخ عملیات پیل کړي، طالبان یې له دې ولسوالۍ شړلي او درانه تلفات یې ور اړولي دي.

دفاع وزارت همدا راز ادعا کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په ټول هېواد کې په بیلابیلو عملیاتو کې ۴۶ وسله وال وژلي او ۱۵ نور یې ژوبل کړیدي.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 195171

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195171/افغان-ځواکونو-کندوز-کې-د-طالبانو-وسلو-لوی-ډیپو-نیولی

آوا
  https://www.avapress.com