دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۵
د مطلب کود : 195173
پوهنې وزارت د نصاب د تدوین ۴ ورځنۍ مشورتي جرګه راغواړي
دپوهنې وزارت وايي، د ښوونیز نصاب د اصلاح لپاره د عقرب په ۲۰مه نېټه یوه لویه څلور ورځنۍ مشورتي ناسته رابولي.

وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دا مشورتي ناسته به د عقرب له ۲۰مې تر ۲۳مې نېټې پورې په کابل کې له ۳۰۰ متخصصینو، دولتي استازو، د بوهنتون د استادانو، علماو، وکیلانو او د زده کوونکو له والدینو سره روانه وي.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت تاند ته وايي، له ناستې رابللو څخه یې د وزارت هدف دا دی چې معارف ولسي شي او د خلکو نظریاتو ته د نصاب په تدوین او جوړولو کې خاصه توجه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې یاد وزارت څه موده وړاندې د اسانتیاو په خاطر د لیسې دورې د زده کوونکو لپاره د رشته بندۍ په سیسټم هم غور پیل کړی و.
دغه وزارت له ۱۳۹۸ څخه تر ۱۴۰۹ پورې کلونه د افغانستان د پوهنې د لسیزې په توګه نومولي دي.
https://avapress.com/vdcbzsb8frhb98p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته