دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۲
د مطلب کود : 195178
د سولې ته د رسېدو او د عدالت د ټینګښت لپاره پکار ده
افغان ولسمشر همدارنګه وویل، په داسې حال کې چې اوس مهال تر بل هر وخت سوله نژدې شوې، د افغان حکومت په مخ کې لوی کار د جګړې د اور مړه کول دي. هغه وویل، چې سولې ته د رسېدو او د عدالت د ټینګښت لپاره پکار ده، چې د قرآن کریم ترڅنګ د رسول الله مبارک سیرت شریف، احادیث او ارشادات بیا بیا مطالعه شي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، اوس هم داسې کسان شته، چې نبست سولې ته د ویرې او فتنې اچولو ته لومړیتوب ورکوي.
ښاغلي غني، که څه هم په ښکاره د کومې ډلې یا شخص نوم یاد نه کړ، وویل، چې یاد کسان د ثواب په نیت یو اسلامي هېواد ورانوي.
نوموړي د شنبې په ورځ د نومبر پر ۹مه «لړم۱۸مه» د میلاد نبي په مناسبت مراسمو ته وویل:"بدبختانه چې، تر نن ورځې زموږ ټولنه کې داسې اشخاص شتون لري، چې پر جګړې، قتل او ناامنیو باندې ټینګار کوي... موږ داسې کسان لرو، چې وېره او فتنې ته پر سولې او ورورولۍ لومړیتوب ورکوي او د یو اسلامي هېواد ورانوال د ثواب کار بولي."
افغان ولسمشر همدارنګه وویل، په داسې حال کې چې اوس مهال تر بل هر وخت سوله نژدې شوې، د افغان حکومت په مخ کې لوی کار د جګړې د اور مړه کول دي.
هغه وویل، چې سولې ته د رسېدو او د عدالت د ټینګښت لپاره پکار ده، چې د قرآن کریم ترڅنګ د رسول الله مبارک سیرت شریف، احادیث او ارشادات بیا بیا مطالعه شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د یاد کار په ترسره کېدو سره به د سولې لارو چارو د پوهېدو ترڅنګ دا یقین نور هم پوخ شي چې،" سوله د حق لاره ده او په جنګ باندې اصرار کول د باطل طریقه ده."
افغان ولسمشر همدارنګه ټينګار وکړ، چې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره باید عدالت په پام کې ونیول شي.
نوموړی پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې اوس مهال د سولې په اړه هڅې په ټپه درېدلي دي.
https://avapress.com/vdcgun9q7ak9yq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته