کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات – خواف اوسپنیزې لارې کار له یوې نیمې میاشتې راهیسې دریدلی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 عقرب 1398 ساعت 18:05

د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ د جوړیدو چارې له تیرې یوې نیمې میاشتې راهیسې دریدلي دي.



د ترانسپورټ وزارت چارواکو ویلي د دغې لارې په اوږدو کې امنیتي ستونزې د دې لامل شوي چې د جوړیدو چارو کې یې ځنډ رامنځته شي.
د ترانسپورت وزارت د چارواکو په وینا د هرات غوریانو ولسوالۍ کې د امنیتي ستونزو له منځه تلو سره به د دې لارې پاتې پنځه سلنه نور کار هم بشپړ شي.
ایراني انجینرانو له تیرې یوې نیمې میاشتې راهیسې د نا امنیو له وجې له کاره لاس اخیستی دی.
د هرات – خواف اوسپنیزه لاره افغانستان له ایران سره نښلوي.
دغه پروژه څلور برخې لري چې دوې برخې یې په ایران او دوې برخې یې په افغانستان کې دي.
د هرات – خواف اوسپنې لارې د دریمې برخې د جوړیدو چارې نږدې یوولیس کاله وړاندې پيل شوې دي او تر اوسه لا نه دي پشپړې شوي.
کورنیو چارو وزارت ونه غوښتل چې په دې اړه خبرې وکړي.
د هرات – خواف لارې څلورمه برخه چې ۸۷ کیلومتره اوږدوالی لري د هرات له غوریانو ولسوالۍ نه د هرات صنعتي ښار ته غزیدلې ده.
ټرانسپورټ وزارت وایي د دې لارې د ۴۴ کیلومترو قرارداد ملي تدارکاتو کې منظور شوی او تر راتلونکې یوې اونۍ به یې کار پيل شي.
اقتصادي کارپوهان وایي د دې لارې جوړیدو سره به د افغانستان توکي د ایران له لارې اروپایي هیوادونو ته ورسیږي.
د هرات – خواف اوسپنې لارې چارې اتلس کاله وړاندې پيل شوې وې چې په ټوله کې ۲۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري.
تر اوسه د دې لارې د دریمې برخې ۵۷ کیلومتره لاره بشپړه شوې ده.
افغانستان همدا اوسمهال له ترکمنستان سره د اقینې او له اوزبیکستان سره د حیرتانو اوسپنې لارې لري.
 


د مطلب کود: 195188

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195188/د-هرات-خواف-اوسپنیزې-لارې-کار-له-یوې-نیمې-میاشتې-راهیسې-دریدلی

آوا
  https://www.avapress.com