کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار کې چارواکي په شاولی کوټ ولسوالۍ د ۳۰ طالبانو د وژلو ادعا کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 عقرب 1398 ساعت 20:05

د کندهار سیمه‌ییز چارواکي وايي، د شاولیکوټ ولسوالۍ چنار سیمه کې پر یوه امنیتي کنډک د حکومت د وسله‌والو مخالفینو برید یې په شاه تمبولی دی.



د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي نن ماښام (عقرب ۱۸مه) ازادي راډیو ته وویل، دې پېښه کې یو پولیس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
هغه وویل: "یو پولیس وژل شوی، څلور ټپیان دي، د دښمن نږدې دېرش تنه وژل شوي، په دې برید کې نږدې اتیا تنو طالبانو ګډون کړی وو. "
د پولیسو پر دې امنیتي کنډک نن سهار نږدې شپږ بجې لومړی د هاموي ټانک په وسیله ځانمرګ برید وشو، وروسته بیا نورو وسله‌والو جګړه پیل کړه.
طالبانو د دې برید مسوولیت منلی دی او دولتي ځواکونو ته یې د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
 


د مطلب کود: 195195

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195195/کندهار-کې-چارواکي-په-شاولی-کوټ-ولسوالۍ-د-۳۰-طالبانو-وژلو-ادعا-کوي

آوا
  https://www.avapress.com