کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې ۲۹ داعش جنګیالي او ۷ طالبان له وسلو سره تسلیم شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 عقرب 1398 ساعت 10:47

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې په دې ولایت کې د بهرنیو اتباعو په ګډون ۲۹ داعش جنګیالي او ۷ طالب وسلوال له وسلو سره ملي امنیت ته تسلیم شوي دي.



د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وايي، چې په شینوارو او خوږیاڼو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ګنې سیمې د داعش له جنګیالیو پاکې شوي او ژوندي پاتې داعشیان اړ دي، چې له وسلو سره سرتېرو ته تسلیم شي.
په دې ډله کې ۲۹ کسان ځانونه داعش یا د اسلامي خلافت جنګیالي او ۷ نور ځانونه طالب جنګیالي بولي.
دوی له سپکو او درندو وسلو سره ملي امنیت ته تسلیم شوي دي.
دا تسلیم شوي وسلوال وايي، نور له جګړې ستړي شول.
د هسکې مېنې اووغز او د خوږیاڼو وزیرو تنګی هغه سیمې دي، چې اوس هم په کې د داعش جنګیالي اوسېږي.
د ننګرهار د ملي امنیت رييس نظرعلي واحدي وايي، چې د ارګ له لارښوونو سره سم به ټول ننګرهار له داعش پاک شي.
دغه راز په شېرزاد ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو له کبله هم  د یادې ولسوالۍ ۷ طالب جنګیالي سرتېرو ته تسلم شوي دي.
د ننګرهاروالي او ملي امنیت د څرګندونو له مخې؛ په ننګرهار کې داعش مات شوی او د طالبانو رهبري دړې وړې شوې، خو په جلال آباد ښار کې هدفي وژنې او تښتوونې د دې باعث شوي، چې د چارواکو دا ادعا کم رنګه شي.
 


د مطلب کود: 195214

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195214/په-ننګرهار-کې-۲۹-داعش-جنګیالي-او-۷-طالبان-له-وسلو-سره-تسلیم-شوي

آوا
  https://www.avapress.com