دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۵
د مطلب کود : 195218
د عراق امنیتي ځواکونو څلور لاریون کوونکي وژلي
له څو اونیو راهیسې په عراق کې د حکومت پر ضد پراخ او له تاوتریخوالي ډک لاریونونه روان دي.
د افغان خبری آژانس دخبر له مخی، د عراق لومړي وزیر امر کړی دی چې د لاریون کوونکو پر ضد دې پراخ عملیات پيل شي او سړکونه دې د عادي ژوند لپاره تخلیه کړل شي.
تیره ورځ دامنیتي ځواکونو په عملیاتو کې څلور لاریون کوونکي وژل شوی دی.
په پنځو اونیو کې د عراق په لاریونونو کې تر ۲۶۰ پورې کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
امنیتي ځواکونو همدا راز لاریون کوونکو ته خبرداری ورکړی چې پر وړاندې به یې سخت اقدامات وکړي، خو لاریون کوونکي وايي د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره مبارزې ته ادامه ورکوي
د بشری حقونوکمیسیون په دی اړه غبرګون ښودلی او دعراق له دولته يي غوښتنه کړې چی د لاریون کوونکو سره د تاوتریخوالی څخه لاس واخلي.
https://avapress.com/vdcb8sb8wrhb95p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته